صیاد: د ولسي جرګې د انتخاباتو رأی شمېرنه به شفاف ترسره شي
د دغه کمېسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې هڅه کوي تورې او سپینې رأی سره بیلې کړي.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د شنبې او یکشنبې په ورځ له کندهار او غزني پرته د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې ترسره شول.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د مسوولینو په خبره شاوخوا څلور میلیونه کسانو خپلې رأی وکارولې.
ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ په کندهار کې ټاکنې وشي، خو د غزني د انتخاباتو په اړه کومه نېټه نه ده ټاکل شوې.