هغه افغانان چې رأی یې پرون استعمال نه کړای شوې نن رأی اچوي
په کابل کې د ازادي راډیو خبریالان وايي چې د رأی ورکولو مرکزونه په ځنډ پرانېستل شول، خو تراوسه پورې هغه ډول تخنیکي ستونزې نه ویني چې پرون یې له کبله ډېر خلک په ساعتونو منتظر پاتې شول.
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې نن به د رأی ورکولو ۴۰۱ مرکزونه پرانېستې وي چې ۵۰۰ اضافي کارکوونکي ورلېږل شوي دي.