عراق کې د کُردستان ډيموراټيک ګوند انتخاباتو کې زياتې څوکۍ ګټلي
د سيمې انتخاباتي کمېسيون وايي د سېپټمبر مياشتې په انتخاباتو کې د مسعود بارزاني ګوند ٤٥ څوکۍ او د کُردستان هېوادپال ګوند ٢١ څوکۍ ګټلي دي.
دغه انتخابات چې د سېپټمبر مياشتې پر ٣٠مه شوي وو، نتايج يې تېره شنبه وروسته له هغې اعلان شول چې د انتخاباتو کمېسيون د زرو انتخاباتي سرغړونو په اړه د شکايتونو څېړل بشپړ کړل.
د کُردانو تر ټولو لوى مخالف ګوند د بدلون غورځنګ په دغو انتخاباتو کې ١٢ څوکۍ ګټلې دي.
د عراق د بېلتون غوښتونکې سيمې کُردستان پارلمان ١١١ څوکۍ لري چې ١١يې د اقليت ډلو لپاره اختصاص شوي دي.
د کُردستان ډيموکراتيک ګوند او د کُردستان هېوادپال ګوند چې په ١٩٩٠يمو کلونو کې په خپلو کې جګړه کړې وه، په وروستيو کلونو کې د قدرت شريکولو لپاره ائتلافونه جوړ کړل.