په بامیان کې د زعفرانو لومړنی ځانګړی نندارتون جوړ شو
په بامیان کې د زعفرانو لومړنی ځانګړی نندارتون جوړ شو.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت نن چهارشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه نندارتون د بامیان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست او د بندامیر د زعفرانو شرکت په نوښت په سړو سیمو کې د زعفرانو د تولید د نوې ټکنالوژۍ تر پېژندنې وروسته جوړ شو.
په دې نندارتون کې د بامیان ولایت د بزګرانو تولیدي محصولات، د زعفرانو د وچولو لړۍ، د زعفرانو د بسته بندۍ لارې چارې او د دغو محصولاتو د بازار موندنې لړۍ نندارې ته ايښودل شوي دي.
په خبر پاڼه کې راغلي چې سږکال د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په بامیان کې بزګرانو ته ۲.۶ ټنه د زعفرانو پیاز او کرنیزې بستې په واک کې ورکړي چې د لومړي ځل لپاره په دې ولایت کې پنځه کیلوګرامه باکیفیته زعفران تولید شوي دي.
د خبرپاڼې په وینا، د بامیان دکرنې ریاست د دې ولایت د بزګرانو د لاهڅونې او د دوی د محصولاتو لپاره د بازار موندنې په پار، د چینایي شرکت (زعفران بند امیر) سره د هوکړه لیک زمینه هم برابره کړې ده.
د زعفرانو په کرکيلې سره به سږ کال د زعفرانو کرونکي بزګران له ۵۰ تر ۱۰۰ زره افغانۍ عاید ترلاسه کړي.