د اوکراین په ختیځ کې درې اوکرایني سرتېري وژل شوي
د اوکراین دفاع وزارت وايي چې درې عسکر ېې په ختیځ کې له بېلتون غوښتونکو سره چې روسیه یې ملاتړ کوي، په نښته کې وژل شوي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې نن سې شنبه ویل شوي چې بېلتون غوښتونکو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د اوربند پر موافقه لږترلږه ۳۷ واره تېری کړی او د دولتي عسکرو سیمو ته یې لاسي بمونه ور غورځولي، د هاوان مرمۍ یې ور ویشتي او د سپکو وسلو ډزې یې کړې دي.
د اوکراین دفاع وزارت وايي، په دې نښتو کې دوه بېلتون غوښتونکي وژل شوي او شپږ زخمیان شوي دي.
د بېلتون غوښتونکو استازو هم ادعا کړې چې دولتي ځواکونو ۳۳ واره پر اوربند تېری کړی او د هغوی خواته یې مرمۍ او د راکټ ګولۍ ور توغولي دي.