د ارمنستان صدراعظم به نن سې شنبه له خپلې څوکۍ استعفا وکړي
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان به نن سې شنبه له خپلې څوکۍ استعفا وکړي.
د پاشینیان له دې حرکت سره به د ارمنستان پارلمان لغوه شي او د روان میلادي کال تر پای ته رسېدو مخکې به بیا انتخاباتو ته لار پرانیستل شي.
د پاشینیان ګوند تېره میاشت د ارمنستان په پلازمېنه کې د ښاروالۍ په انتخاباتو کې ډېرې څوکۍ وګټلې.
د ارمنستان په اوسني پارلمان کې اکثریت د پاشینیان د سیاسي مخالفانو یا اپوزېسیون په لاس کې دی.
پاشینیان له وخته مخکې انتخابات غواړي، څو د پارلمان څوکۍ له خپلو سیاسي مخالفانو خلاصې کړي.
په ارمنستان کې سږکال خلکو د مخکني صدراعظم سرژسرکسیان پرضد پاڅون وکړ او هغه یې استعفا ته مجبور کړ.
د اعتراض کوونکو مشر نیکول پاشینیان د روان کال په مې میاشت کې صدراعظم وټاکل شو.
نیکول پاشینیان نن خپل حکومت ته وویل، ارمنستان یوې نوې تاریخي مرحلې ته ننوځي او د عدم تشدد هغه بخملي انقلاب چې په څړمني کې پېل شوی و، باید بشپړ کړي.