د کرکټ په غوره لیګ کې نن کابل، کندهار، بلخ او ننګرهار سیالي کوي
د دې سیالیو د لومړي پړاو لوبې د پنچشنبې په ورځ پای ته رسېږي او د جمعې په ورځ به يې لومړۍ نیمه پایلوبه وي.
تر دې مهاله د پنځو لوبډلو له ډلې يوازې د بلخ لیجنډز لوبډله توانېدلې چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړي او پاتې درې نورې لوبډلې به د پنچشنې په ورځ معلومې شي.
د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ د اکتوبر په پنځمه په متحده عربي اماراتو کې پيل شوې او ټاکل شوې چې پایلوبه یې د يکشنبې په ورځ ترسره شي.