مؤحد: ۳۰ کسان د نشهيي موادو د قاچاق په ۱۹پېښو کې نیول شوي
له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد ازادي راډیو ته وویل، دا دېرش کسان چې د نشه يي موادو د قاچاقو په ۱۹ پېښو کې نیول شوي، له دوی سره ۴۶ کیلو ګرامه هیرویین، ۴۷۶ کیلو ګرامه تریاک، څلور کیلو ګرامه چرس، ۱۲۱۴ټابلېټ (K) ګولۍ او څه اندازه نقدي پیسې هم نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې په نيول شوېو کسانو کې لسو یې غوښتل چې په خپلو خېټو کې ځای پر ځای کړي هیرویین او چرس د حامد کرزي د نړيوال هوايي ډګر له لارې هند او ترکیې ته قاچاق کړي.