د ترکيې يوې محکمې امريکايي کشيش له نظربندۍ خوشې کړ
محکمې کشيش اندريو برنسن ته اجازه ورکړه، چې له ترکيې څخه ووځي، دا د ترکيې او امريکا ترمنځ د کړکېچ د کمېدو نښه ګڼل کېږي.
لوېديځ ښار ازمير ته نږدې يوې محکمې دغه کشيش د تروريستي ډلو په همکارۍ په تور په څه باندې درې کاله بند محکوم کړى و.
خو څرنګه چې دغه ٥٠ کلن امريکايي پاسټور نږدې دوه کاله په توقيف کې تېر کړي، ترکيې پرون اجازه ورکړه، چې ازاد وي.
دغه کشيش چې له څه باندې ٢٠ کلونو راهيسې په ترکيه کې ژوند کوي، ٢ کاله مخکې بندي شو خو له جولاى مياشتې راهيسې په کور کې نظربند و.