د بوسنیا د جګړې قوماندان عاطف دوداکویڅ او ملګري یې تورن شول
د بوسنیا څارنوالۍ ویلي چې عاطف دوداکویڅ همدارنګه د جګړې پرمهال د هغو مسلمانانو په وړاندې هم په جنګي جنایاتو تورن دی چې دده د رقیبو ډلو ملاتړ یې کاوه.
عاطف دوداکویڅ دا تورونه رد کړي او د سیاسي انګطزو لرونکي یې بللي دي.
دوداکویڅ د بوسنیا په اکثریت مسلمان پوځ کې جنرال او د پنځمې فرقې قوماندان و. دا فرقه د بیحاک سیمه کې وه چې د ۱۹۹۱ میلادي کال څخه تر ۱۹۹۵ میلادي کال پورې د بوسنیايي صرب ځواکونو په محاصره کې وه.