ټرمپ په ترکیه کې د سعودي خبریال لادرکه کېدل بوږنوونکې پېښه بللې ده
د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ په ترکیه کې د سعودي ژورنالیست جمال قاشقچي لادرکه کېدل بوږنوونکې پېښه بللې ده او وايي امریکايي څېړونکي په دې اړه په تحقیقاتو کې له ترکیې سره مرسته کوي.
قاشقچي د اکتوبر په ۲مه وروسته له دې چې په استانبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته ننوت بیا نه دی لیدل شوی.
ولسمشر ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې د ده اداره د دې قضیې په اړه ډېره جدي ده.
ټرمپ زیاته کړه چې امریکايي څېړونکي له ترکي او سعودي مامورینو سره په دې اړه په تحقیقاتو کې مرسته کوي.
ریاض د ترکي چارواکو هغه ادعارد کړي ده چې وايي قاشقچي په قونسلګرۍ کې دننه وژل شوی او وايي قاشقچي قونسلګرۍ ته له ننوتلو لنډه شېبه وروسته له هغې ودانۍ وتلی و.
ترکيې له سعودي چارواکو غوښتي دي چې د قونسلګرۍ د امنیتي کمرو تصویرونه ورسره شریک کړي خو سعودي ډيپلوماتان وايي په هغه ورځ د دوی امنیتي کمرو کار نه کاوه او غیرفعالې وې.