د روسیې یو لوړپوړی څېړونکی په ډزو وزل شوی
د تحقيقاتي کمېټې د مسکو څانګې روسي رسنيو ته ويلي چې ډګروال يوګينيا شيشکينا پرون په ارخانګيلسوکیوی ښار کې د خپل اپارتمان مخې ته په غاړه کې په ډزو ويشتل شوې ده.
د تحقيقاتي کمېټې رئيسې اولګا ورادي وويل، مېرمن شيشکينا تهديد شوې وه او څو مياشتې مخکې يې موټر ته اور ورته شوی وو.
د روسیې تحقيقاتي کميټې په اعلاميه کې ويلي چې د دې کمېټې رئيس الکساندر راستريکين د مېرمن شيشکينا د وژلو تحقيقات شخصاً په خپله په لاس کې اخېستي دي.