د خاشقجي په اړه پر سعودي د ترکيې ټينګار!
خاشقجي د سعودي د سلطنت منتقد و او د اکتوبر په دوهمه نېټه هغه مهال ورک شو چې د خپلې ترکۍ کوزدې سره د واده لپاره د اسنادو په خاطر په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ننوت.
ترکي چارواکو ويلي، دوی باور لري خاشقجي په کنسولګرۍ کې دننه وژل شوی.
سعودي عربستان دا ادعاوې بې بنسټه بولي او ټينګار کوي چې دا خبريال د کنسلګرۍ له ودانۍ خوندي ووت.
د سعودي عربستان کنسولګرۍ ويلي په هغه ورځ چې خاشقجي ورک شو، مخفي کمرو کار نه کاوه.
ترکي رسنیو د اردغان له قوله ویلي:
"ايا دا امکان لري چې په کنسولګرۍ کې د کمرو سيستم کار ونه کړي؟
په سفارت کې کار ونه کړي؟
موږ پر داسي پيښو چوپ نه شو پاتې کېدای."
د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په لسمه نېټه د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وويل چې ده له سعودي چارواکو سره د ده په وينا د دغه بد وضعيت په اړه خبرې کړي.
ترکي رسنيو راپور ورکړی چې د اکتوبر په دوهمه نېټه په دوو جېټ الوتکو کې د هدفي وژنو يوه سعودي ډله استانبول ته رسېدلې وه.
دولتي ټلوېزيون هغه ويډيو خپره کړې چې خاشقجي د سعودي کنسولګرۍ ته ننوځي.
نورې ويډيوګانې د سعودي الوتکې او اجنټان ښکاروي چې استانبول ته رسيږي.