فاریاب: د طالبانو د یوه سرګروپ په ګډون ۶مخالفین وژل شوي
ښاغلي رضایې رسنیو ته ویلي چې تېره شپه دولس نیمې بجې افغان امنیتي ځواکونو د قیصار ولسوالۍ په شاخ سیمه کې پر یوه کلي هوایې برید وکړ چې د ملا داوود په نامه د یوې پنځوس کسیزې ډلې مشر له خپلو ساتونکو سره ووژل شو.
د رضایي په خبره د دغو کسانو سره وسلې او مهمات تخریب شوي دي.
طالبانو تر اوسه پهدې اړه تبصره نهده کړې.