فیفا د انتخاباتو د امنیت پر وړاندې ګواښونه د اندیښنې وړ بولي
د دغې ادارې اجرائیوي مشر یوسف رشید د ولسي جرګې پر نوماندانو وروستیو بریدونو ته په اشارې وایي چې دا بریدونه د انتخاباتو د امنیت په برخه کې د جدي نیمګړتیاوو ښکارندویي کوي او زیاتوي که دا لړۍ دوام وکړي، نو د انتخاباتو پر بهیر به ناوړه اغېز ولري.
ښاغلي رشید ازادي راډیو ته وویل:
"د کاندیدانو د امنیت په برخه یا سمې برنامې نهدي ترتیب شوي او یا د امنیتي ارګانونو او کاندیدانو ترمنځ همغږي نشته چې دا تشه کولی شي په نورو ورځو کې یا د ټاکنو بهیر کې دا مسئله ستونزمنه کړې او حتی د خلکو رواني لحاظه کولی شي یا خلک په انتخاباتو کې له ګډونه یا منع کړي یا یې ډېر کمرنګ کړي."
په همدې حال کې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو مسوولینو نن ازادي راډیو ته ویلي چې تر خپله وسه د انتخاباتو د امنیت په برخه کې پروګرامونه او پلانونه پلي کړي، خو په عین حال کې یې پر خلکو غږ کړی چې پهدې برخه کې له امنیتي ارګانونو سره همکاري وکړي.
دا اندیښنې داسې مهال راپورته شوي چې پهدې وروستیو کې د ولسي جرګې پر نوماندانو او د هغوی پر انتخاباتي کمپاینرانو بریدونه ډېر شوي دي.
په وروستۍ بېلګه کې یې پرون سې شنبه د هلمند ولایت څخه ولسي جرګې ته نوماند صالح محمد اڅکزی او اووه تنه نور ملګري یې په یوې انتحاري حملې کې ووژل شول او ۱۱ نور ټپیان شول.