ترکيې د سعودي د ۱۵ استخباراتي کارکوونکو نومونه خپاره کړل
خاشقچي وروستی ځل تېره اوونۍ هغه مهال لادرکه شو چې په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته ننوت، څو د خپل واده په تړاو اسناد ترلاسه کړي.
د نوموړي مېرمن وایي، هغه هېڅکله له کنسولګرۍ راونهوت.
ترکي چارواکي ادعا کوي چې خاشقچي د سعودي عربستان په کنسولګرۍ کې وژل شوی دی.
د ترکیې امنیتي سرچینې تردې وړاندې خبر ورکړی وو چې د سعودي عربستان ۱۵ کسیزه ډله چې استخباراتي کارکوونکي هم پهکې ول، د اکتوبر پر دوهمه په استانبول کې د سعودي کنسولګرۍ ته ولاړل او دا هماغه ورځ وه چې خاشقچي هم په کنسولګرۍ کې وو. تردې وروسته دغه کسان له کنسولګرۍ راووتل.
د ترکیې صباح ورځپاڼه وایي، دوی د استانبول هوایي ډګر ته د دغو کسانو د رسېدو او بیا په همدې ورځ په بېلابېلو الوتنو کې د هغوی د بېرته وتلو انځورونه لري.