د هندوستان په اترا پرادیش کې ۵ تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي
د هندوستان پولیسو ویلي چې دا پیښه نن سهار شوې ده.
د هند د پولیسو افسر انند کمار په خبره د نیوفارکا اکسپرېس په نوم د اورګاډي پنځه کابینه د سیمې په وخت د سهار شپږ بجې له خپل مسیره منحرف شو. دغه اورګاډي د دغه ایالت مرکز لکنهو ته روان وو.
د دې انحراف دلیل تر اوسه معلوم نهدی، خو په هندوستان کې ورته پېښې ډېرې دې.
ددغه هېواد د دولتي ادارو په خبره د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې تراوسه ۲۵ زره کسان د اورګاډي د پټلۍ په پېښو کې وژل شوي دي.