په خپلو شخصي ملکیتونو د کاندیدانو د پوسترونو له لګولو شکایت لرئ؟
د کابل ښار شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې ولسي جرګې ته یو شمېر نوماندانو د دوی له اجازې پرته یې په شخصي ملکیتونو انتخاباتي پوسټرونه لګولي دي.
د ازادي راډیو خبریال ابراهیم صافی په دغه راپور کې موندلي چې له هغو کاندیدانو سره به قانوني چلند وشي چې د خلکو په شخصي ملکیتونو یې کمپایني پوسټرونه نصب کړي وي.