د سعودي د يوه وتلي خبريال د برخليک په اړه اندېښنې زياتې شوي
دى تېره سې شنبه په استانبول کې د سعودي عربستان کنسولګرۍ ته له ننوتلو وروسته لادرکه شو.
په ترکيه کې ځينو سرچينو پرون ويلي، فکر کوي جمال خاشُقجي چې د سعودي د وليعد شهزاده بن سلمان له منتقدانو و، ښايي په کنسولګرۍ کې وژل شوى وي.
يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخېستل شوى ويلي، دغه خبريال د سعودي عربستان د هغې ډلې له خوا وژل شوى چې په مشخص ډول د وژنې لپاره لېږل شوې و.
خو په استانبول کې د سعودي عربستان د کنسولګرۍ يوه چارواکي دغه تورونه بې اساسه وبلله او ويې ويل، د خاشقجي د ورک کېدو د څېړنې لپاره د سعودي يو امنيتي هيئت استانبول ته ورغلى دى.