په ننګرهار کې د مرواريد کانال د جوړونې تړون لاسليک شو
د ننګرهار والي حيات الله حيات نن په يوه کنفرانس کې وويل، د دغه تړون په مرسته به د کانال په دوهم فاز کې د بيارغونې ګڼې پروژې عملي شي:
"دغه قرارداد تقريباً د دوو میليونو امريکايي ډالرو په ارزښت دى. کارونه به يې په دوو کلونو کې بشپړېږي. په دغه کانال کې زابرونه، پلونه، پلچکونه، محافظتي ودانۍ شاملې دي چې د سيمې اوسېدونکو ته به د کار زمينه برابره شي."
د مرواريد کانال د بيارغونې دغه تړون له جاپاني شرکت «PMS» سره لاسليک شوى دى.
په ښېوې ولسوالۍ کې د مرواريد په نوم کانال چې ٢٤ کيلومتره اوږدوالى او ١١ متره بر يا سور يې دى، لومړۍ برخه يې په ٢٠٠٣میلادي کال کې پرانېستل شوې وه.