انتونیو ګوترش: برما دې د رویټرز خبري اژانس ۲ خبریالان وبخښي
د ملګروملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش د برما له حکومت څخه غوښتي چې د رویټرز خبري اژانس هغه دوه خبریالان دې وبخښي چې د روهنګیا اقلیت د ډلهییزو وژنو په اړه د راپورونو له ورکولو وروسته په اووه کاله بند محکوم شوي دي.
ګوترش پرون وویل، دا د منلو نهده چې د رویټرز دا ژورنالېستان دې د خپلې دندې د ترسره کېدو په خاطر په بند محکوم شي.
نوموړي پرون په ملګرو ملتونو کې په یوه خبري غونډه کې وویل، هیلهمند دی چې د برما حکومت هر څومره ژر چې ممکنه وي، د دې دوو خبریالانو د بخښنې فرمان صادر کړي.
برما پهدې وروستیو کې د رویټرز خبري اژانس دوه ژورنالېستان وا لون او کیاو سو او پهدې تور چې ګوندې دولتي اسرار یې رابرسېره کړي په اووه کاله بند محکوم کړل.
دې ژورنالېستانو د برما په رخین ایالت کې د روهنګیا مسلمانانو پرضد د برما د پوځ د هغو ځپونکو عملیاتو په اړه راپورونه خپرول چې له کبله یې له دې ایالت څخه تر۷۰۰ زرو زیات روهنګیا وګړي بنګلهدیش ته وتښتېدل.