امریکا د روسیې لسګونه کمپنۍ او افراد په تور لېست کې شاملوي
د متحدایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان وکړ چې د روسیې د ناوړه اقداماتو په ځواب کې له پوځي او استخباراتي ادارو سره اړوندې لسګونه نورې روسۍ کمپنۍ او افراد د امریکا په تور لېست کې شاملوي.
په دې ډله کې د پوځي استخباراتو هغه ۱۲ افسران هم شامل دي چې د روان کال په پیل کې د ځانګړو څېړنو د مسوول رابرټ مولر له خوا د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د لاسوهنو د ادعاوو په لړ کې تورن شوي وو.
په دې ډله کې شامل کسان پخوا له دې د نورو مسایلو په خاطر په تور لیست کې شامل شوي وو.
د امریکا د حکومت په نویو اقداماتو کې له روسیې څخه ټول ۳۳ افراد او کمپنۍ په تور لیست کې راغلي چې د ایفګیني پریګوژین Yevgeny Prigozhin په نوم پانګوال هم پکې دی.
پریګوژین د کریملین د خوړو د قراردادونو په خاطر د ولسمشر ولادیمیر پوتين د سرآشپز په نوم هم یادېږي.
د پریګوژین د خوړو د برابرولو یا کېټرېنګ څو د کمپنیو ګروپ او همداراز د PMC په نوم یوه خصوصي پوځي کمپنۍ چې وسله وال یې د سوریې، اوکراین او افریقا په جګړو کې ښکیل دي هم په تور لیست کې شامل شوي دي.