ګرینل: فولکسواګن ایران کې د خپلو فعالیتونو ډېره برخه ځنډوي
په جرمني کې د امریکا سفیر بلومبرګ خبري رسنۍ ته ویلي چې د موټر جوړولو فولکسواګن «Volkswagen» کمپنۍ موافقه کړې چې د امریکا له بندیزونو سره سم به په ایران کې د خپلو فعالیتونو ډېره برخه وځنډوي.
ریچارډ ګرینل «Richard Grenell» د چهارشنبې په ورځ بلومبرګ ته وویل چې له دغې پریکړې موږ ډېر خوښ ځکه و چې ایران خپلې اقتصادي منابعې له خپلو خلکو سپموي او هغه په نړۍ کې د تاوتریخوالي او بې ثباتۍ د پراختیا پر هڅو لګوي.
هغه زیاته کړه چې امریکایي چارواکو او فولکسواګن کمپنۍ له خبرو وروسته چې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، د سې شنبې په ورځ له ایرانه د وتلو په اړه یوه موافقه نهایي کړه.
د امریکا متحدو ایالتونو په تېره مې میاشت کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه تر وتلو وروسته پر تهران یو لړ بندیزونه بېرته جاري کړي او له اروپایي هېوادونو یې هم غوښتي چې له ایران سره تجارتي معاملې پای ته ورسوي که نه له دغو بندیزونو سره به مخ شي.