په جلال اباد ښار کې د ماین چاودنې څلور تنه ټپیان کړي
د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې د ماین چاودنې څلور تنه ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل چې د جلال اباد څلورمې ناحیې اړوند برښنا ریاست ته څېرمه یوې هټۍ پهخوا کې نن سهار نېږدې اووه نیمې بجې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور تنه ټپیان شوي دي.
نوموړي دا ونه ویل چې ددې پېښې هدف څوک وو؟
د پېښې پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.