د پاکستان پخوانی صدراعظم،د هغه لور او زوم له زندانه خوشي شول
د پاکستان پخوانی صدراعظم نوازشریف، د هغه لور مریم نواز او زوم محمد صفدر تیر ماښام په الوتکه کې له اسلام اباده لاهور ته ولاړل.
پرون سترې محکمې د دوی د اداري فساد دوسیه وځنډوله او له هغه وروسته په راولپنډۍ کې له ادیاله زندانه خوشي شول.
د نوازشریف ګڼ شمیر ملاتړي د ده د موټر شاوخوا راغونډ شول او شعارونه یې ورکړل چې دی یې صدراعظم دی.
د جولای په میاشت کې محکمې نوازشریف د اداري فساد په تور په لس کاله بند، د هغه لور په اووه کاله بند او زوم په یو کال بند محکوم کړل او محکمې څرګنده کړه چې دې کسانو په نویمو کلونو کې په لندن کې ګران بییه اپارتمانونه اخیستې دي.
دوی هر یو د څلور زره ډالرو په ضمانت له زندانه ازاد شوې دي.