په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له دندې استعفا وکړه
په هند کې افغان سفیر شیدا محمد ابدالي له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه.
ښاغلي ابدالي نن چهارشنبې پر خپلې فېسبوک پاڼې افغان ولسمشر ته د استعفا وړاندې کولو متن خپور کړ.
ښاغلي ابدالي پخپل استعفا لیک کې ویلي چې نور په بهر کې د دندې په پای ته رسېدو سره غواړي په کور دننه د خلکو خدمت وکړي.
شیدا محمد ابدالي له څه باندې شپږو کلونو راپدېخوا په هند کې د افغانستان سفیر و.
ښاغلی ابدالي د خپل ماموریت پرمهال د کابل او ډیلي د اړیکو په جوړولو کې یو بریالی سفیر بلل کېږي چې د ده ددندې پرمهال هند له افغانستان سره په پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې بېلابېلي مرستي وکړې.
افغان ولسمشر تر دامهاله د شیدامحمد ابدالي د استعفا په اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلي ابدالي پرداسې مهال له خپلې دندې څخه استعفا ورکړه چې ولسمشر غني نن په یو ورځني سفر پر یو لړ مسائلو د بحث لپاره هند تللی د.
تر دې وړاندې داسې ویل کېدل چې ښاغلی شیدا محمد ابدالي غواړي راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ودرېږي.