د امریکا متحدو ایالتونو سوریې او روسیې ته خبرداری ورکړی
دا خبرداری د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ورکړی دی.
بل خوا راپورونه وايي چې په ادلیب ولایت کې د بشارالاسد د حکومت مخالف وسله وال پلونه نړوي او تونلونه وباسي، څو د حکومتي ځواکونو له خوا د هغو پوځي عملیاتو په وړاندې چمتووالي ونیسي چې د سوریې او روسیې مشرانو یې په اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر خپل ټوېټر ویلي:
"د امریکا متحده ایالات دې اقدام ته د سوریې په کړکېچ کې چې لا د مخه خطرناک حد ته رسېدلی، د لا زیاتوالي په نظر ګوري."