راپورونه وايي چې د هرات په زندان کې یو زنداني وژل شوی
دا پېښه د شنبې په ورځ د هرات د زندان په دوهم بلاک کې شوې ده.
په هرات کې د ازادي راډیو خبریال د وژل شوي زنداني د ځینو خپلوانو له خولې وايي چې یو شمېر نورو بندیانو له خوا په چړو وهل شوی او وژل شوی دی.
د وژل شوي زنداني خپلوانو د زندان مسؤلین د بندیانو د امنیت په برخه کې په بې پروایۍ تورن کړي او په دې برخه کې یې د جدي څېړنو غوښتنه کړې ده.
په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي، که څه هم د هرات د زندان ساتونکو ددې پېښې په اړه د نظر له څرګندولو ډډه وکړه، خو د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ورته ویلي چې زندان ته د سړو وسله والو لکه چاقو او نورو په انتقال اندېښنه لري.