اروپا :د کوسوو او صربستان ترمنځ د ځمکې تبادله به شخړې پورته کړي
د اروپايی ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په ویانا کې تر غونډې مخکې خبردارۍ ورکړ چې د کوسوو او صربستان ترمنځ د مځکې تبادله او د پولو بیا ترسیم به زړې نژادي شخړې پورته کړي.
د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې کارین کنیسل وویل د هیوادونو ترمنځ د پولو بدلون تل ستونزې پیدا کړي دي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس وویل د هیوادونو ترمنځ د مځکې بدلول د خلکو زاړه ټپونه تازه کوي .
تر دې مخکې د جرمني صدراعظم انګیلا میرکل د اګست په ۱۴ د کوسوو او صربستان ترمنځ د پولو د بیا ترسیم په اړه خبردارۍ ورکړی و او د بالکان هیوادونو مځکنۍ تمامیت يې سپیڅلی بللی و.