ننګرهار چارواکي: بمي چاودنې ۵ سرحدي ځواکونه وژلي
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوګياڼي نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته پهدې اړه داسې وويل:
"د اچین ولسوالۍ مهمند درې په مربوطاتو کې تېره ورځ د سړک غاړې په ايښودل شوي بم په چاودنه کې پنځه سرحدي پوليس شهیدان شوي دي او درې نور ټپيان شوي دي."
د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره منلی دی.