د بېدرکه کړای شویو کسانو په اړه له جنوبي اسیا د بخښنې ادارې غوښتنه
د بخښنې نړیوالې ادارې دا غوښتنه پهداسې حال کې وکړه چې په نړۍ کې د بېدرکه کړای شویو ورځ لمانځل کېږي.
دا اداره وايي چې په زوره د خلکو بېدرکه کولو د جنوبي اسیا خلک بېرولي او د دې سیمې په ځینو هېوادونو کې دا بېرحمانه جنایت په قوت روان دی او یو شمېر نور د زرګونه بېدرکه شویو په اړه د حقیقت، عدالت او د هغوی د عزیزانو د ستنولو په اړه د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.
د بخښنې نړیوالې ادارې په زوره د خلکو بېدرکه کول د بشري حقونو تر ټولو ناوړه سرغړونه بللې ده.
دا اداره وايي چې په افغانستان کې د څه باندې ۴ لسیزو جګړو له کبله په لسګونه زره افغانان بېدرکه شوي دي.
دې ادارې په پاکستان کې د وروستیو دوو لسیزو په لړ کې د زرګونه کسانو د جبري بېدرکۍ یادونه هم کړې ده.