د سولې د ولسي حرکت غړي د بغلان ډنډ غوري ته ورسېدل
د سولې د ولسي حرکت ویاند بسمالله وطندوست نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۸» ازادي راډیو ته وویل چې دوی غواړي نن په ډنډ غوري کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو ته لاړ شي.
دی وايي:
"د دې لپاره چې موږ نور پهدې جګړه کې ونهوژل شو له طالبانو او له حکومته هم غواړو چې سوله او پخلاینه ومني، څو موږ له دې حالته خلاص شو."
د دې حرکت غړو چې د هلمند له لښکرګاه څخهیې تر کابل پورې پلی مزل وکړ، د سولې له پیغام سره له کابله لوڅې پښې بلخ ولایت ته روان شوي دي.