روسي رسنۍ: یو بلجیمي سوداګر په مسکو ښار کې مړ شوی
د پولیسو یوې سرچینې وویل چې د دغه بلجیمي سوداګر برونو چارلز دوکومان د مړینې د څرنګوالي په اړه څېړنه کېږي، خو فکر کوي چې د هغه مړینه جنايي قضیه نهده.
ښاغلي دو کومان د روسیې د اوسپنې په یوه کمپنۍ کې د انکشاف د څانګې د رئیس په توګه کار کاوه.