چارواکي: طالبانو په ارزګان کې یو پل په بمونو الوځولی
په ارزګان کې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمې لوا ویاند حکمران وفادار ازادي راډيو ته وویل چې وسله والو طالبانو تر ماتې وروسته دغه پُل د څو بمونو په ذریعه ویجاړ کړی دی.
د چارواکو په وینا، دغه پُل چې ۴۵ متره اوږد او ۷ متره سور لري، پنځه کاله مخکې د استرالیا لهخوا د ۵۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نهو میاشتو په موده کې رغول شوی و.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.