افغان ورزشي بنسټونو د ترورېزم د قربانیانو د ملاتړ ورځ ولمانځله
په دې اړه په کابل کې جوړو شوېو مراسمو ته د افغانستان د بدني روزنې فني او مسلکي مرستیال میرویس بهاوي د وینا پر مهال وویل چې د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د ورزشي بنسټونو او لوبغاړو رول برخلیک ټاکونکی دی.
ښاغلي بهاوي وویل، ترورېزم د دې تر څنګ چې د بېګناه انسانانو ژوند اخلي د ټولنې د پرمختګ مخه هم نیسي.
يو شمېر افغان لوبغاړو هم دغو مراسمو ته په وینا کې وویل چې ترورېزم د افغان لوبغاړو د پرمختګ او لاسته راوړنو مخه ډب کړې ده.