ملګرو ملتونو د برما د پوځ د ۶ مشرانو د محاکمې غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو دې حقیقت موندونکې ډلې ویلي:
"له توپیر پرته وژنې، پر ښځو ډلهییز جنسي تېري، د ماشومانو وژل او د بشپړو کلیو سوځول هېڅکله د پوځي اړتیا په توګه نهشي توجیه کېدای، نو ځکه خو باید دا قضیه د جنایاتو نړیوالې محکمې ته راجع کړای شي."
د بشري حقونو ډلې وايي، د ۲۰۱۷ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې د برما د پوځ په لوېدیځ ایالت راخین کې پوځي عملیات وکړل چې له کبلهیې لږ تر لږه ۷۰ زره روهینګیا مسلمانان له برما وتښتېدل او په زرګونه نور ووژل شول.