خوست کې د فوټبال ټورنمنټ د نقیب کلب په اتلولۍ پای ته ورسېد
د افغانستان د فوټبال فدراسیون څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پهدغه ټورنمنټ کې ۴۰ لوبډلو ګډون کړی وو.
دا ټورنمنټ دوه میاشتې وړاندې د خوست د تورو اوبو په نوم مشهور لوبغالي کې پیل شوی وو،
د دغه ټورنمنټ هدف د ځوانانو تر منځ یووالی او د فوټبال لوبې ته وده ورکول ښودل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې خوست د افغانستان په کچه د کرکټ یو معیاري لوبغالی لري، خو سره له دې چې پهدغه ولایت کې د فوټبال مینهوال او لوبغاړي هم په زیاته اندازه دي؛ دوی شکایت لري چې د فوټبال لوبو د ترسره کېدو لپاره لازم میدان نهلري.