په بلغاریا کې د ټکر په پېښه کې ۱۶ تنه مړه او ۲۶ نور ټپیان شوي
د صوفې د ایمرجنسي روغتون یوه چارواکي وویل چې د پنځو ټپیانو وضعیت تراوسه خطرناک دی.
دا پېښه پرون د صوفې په پنځوس کیلومترۍ سووج ښارګوټي ته نېږدې پر لویه لاره هغه مهال وشوه چې بس له څلورو نورو موټرو سره ټکر وکړ.
د پولیسو په وینا، په دغه بس کې ۳۳ عبادت کوونکي سپاره وو چې په سیمه کې یوې صومعې ته په لاره و.
د دغې پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنه پیل شوې ده.