په سوک وهنې سیالیو کې عزیزي له اندونیزیايي سیاله ماتې وخوړه
د دغو سیالیو په دوهمه سیالي کې چې په ۶۹م کیلو ګرام وزن کې کېدله بل افغان لوبغاړي ظفر عزیز هم ونه شو کولای کوم مډال تر لاسه کړي.
دغه سیالۍ چې تېره اوونۍ د زرګونو لوبغاړو تر منځ په اندونیزیا کې پیل شوي، په کې له دې وړاندې د منډې وهلو په برخه کې هم افغان لوبغاړي پاتې راغلی، خو خالد هوتک یوازینی لوبغاړی دی چې د سوک وهنې په برخه کې يې تردې دمه د بُرونزو مډال اخېستی دی.