د هلمند د سولې حرکت غړي نن له خنجانه د دوشي پر لور وخوځېدل
د دې ولسي حرکت ویاند، بسم الله وطندوست پرون ازادي راډیوته وویل چې په دوشي کې به له خلکو سره د سولې او اوربند په اړه خبرې وکړي.
بسم الله وطندوست: "د دوشي اوسیدونکي غواړي چې له موږ سره غونډه وکړي او پردې خبرې وکړو چې څرنګه ولس کولائ شي چې را پورته شي، روان حالت نه ووايي او د جګړې په ښکېلو خواوو فشار راولي چې له جګړې لاس واخلي. "
بسم الله وطندوست وویل چې دحرکت شپړ غړي چې په سالنګ کې د هوا دخرابوالي له امله ناروغه شوي ول، له روغتونه رخصت شوي او ښه دي.
د هلمند د سولې حرکت غړي د اسد په ۱۹مه نېټه له کابله د بلخ پر لور روان شول.