امریکا او چین نن پنجشنبه پر یو بل نوره تعرفه زیاته کړه
د چین پر تجارتي مالونو د امریکا له لوري د تعرفې ۲۵ فیصده زیاتوالی چې پخوا اعلان شوې وه، په داسې حال کې عملي شوه چې د دوو هېوادونو استازي د سوداګري اختلافاتو په اړه په واشنګټن کې پر خبرو بوخت دي.
تر اوسه پورې د دوی په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
د یو بل پر خلاف نوې تعرفي ۱۶ میلیارد ډالرو ته رسېږي.