آذربایجان البرټ وایلر ته اجازه نه ده ورکړې چې مرکل سره باکو ته سفر وکړي
دا ځکه چې د جرمني د پارلمان دې غړي د نګورنو قره باغ سیمې ته د ازربایجان له اجازې پرته سفر کړی دی.
د جرمني د حکومت ویاند سټیفن سایبرټ د سه شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، د ازربایجان چارواکي د نګورنو قره باغ د لانجمنې سیمې په اړه خبرو اترو کې همکاري نه کوي.
په عین حال کې د ازربایجان د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، د وایلر نوم په هغو اشخاصو کې شامل دی چې ازربایجان یې په خپله خاوره کې حضور نه غواړي. د ازري چارواکو په وینا نوموړي له ۲۰۱۴ م کال څخه تر ۲۰۱۶ م کال پورې د ازربایجان موقتو اشغال شویو سیمو ته نامشخص سفرونه کړي دي.
ټاکل شوې وه چې وایلر د جرمني له صدراعظمې انګیلا میرکل سره په هغه سفر کې ملګرتیا وکړي چې نوموړې یې د اګست له ۲۳ مې تر ۲۵ مې پورې د شمالي قفقاز هیوادونو ته کوي.
نګورنو قره باغ سیمه چې ازربایجان د خپلې خاورې برخه بولي اکثریت وګړي یې ارمنیان دي. دا سیمه له ۱۹۹۴ م کال راهیسې ارمنیي نژادو ځواکونو تر کنټرول لاندې ده چې باکو وايي د ارمنیا له خوا ورسره د ځواکونو او وسلو مرسته کیږي.