د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل
د ولسمشر د خبرو پر مهال د ارګ شااوخوا راکټونه ولګېدل.د اختر له لمانځه وروسته محمد اشرف غني خلکو ته د اختر مبارکي ویله چې د شااوخوا لسو راکټونو غږ ووارېدل شو.د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه پېښه کې دوه کسان سطحي ټپیان دي او وسله وال د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته بوخت دي چې په خبره یې یو تن وسله وال له منځه تللی د.د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش څو شېبې وړاندې ازادي راډیو ته وویل چې په لومړۍ حوزه کې د وسله والو ډله ییز برید د حمله کوونکو په وژلو سره پای ته ورسېدتر دامهاله ددغه حملې او راکټي بریدونو مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.ویډیو او اېدیټ ابراهیم صافی