ټرمپ وايي پر روسیې د بندیزونو پر لېري کولو فکر نه کوي
ټرمپ وویل، په هغه صورت کې پردې مسئله غور کولائ شي چې روسیه په اوکراین یا سوریه کې "هغه څه ورکړي چې امریکا یې غواړي."
ټرمپ په سوریې او اوکراین کې د روسیې دخالت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې امریکا او روسیه په خپلوکې د جوړ جاړي ډېره زمینه لري.
ډونالد ټرمپ همدا راز څرګنده کړه چې د روسیې ولسمشر، ویلادیمیرپوتین تېره میاشت په هلسنکي کې د کتنې پرمهال، له هغه د بندیزونو د لېرې کولو غوښتنه نه ده کړې.