نن سه شنبه د لوی اخترلومړۍ ورځ ده
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خلکو ته د کلک امنیت ډاډورکوي او وایي چې په ټول هیواد کې پولیسو ته د تیارسی امر شوی دی.
د دغه وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ آزادي راډيو ته وویل چې امنیتي ارګانونو د اخترپه مناسبت د امنیت د ټینګښت او د وسله والو مخالفینو د حملو د مخنیوي لپاره ځانګړي امنیتي تدابیرنیولي او له ټولو خلکو هم غواړي د امنیت په ټینګښت کې لهافغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم په یوه ویډیوي پیغام کې د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د اخترمبارکي وویله او د یوه نیمکرغه اخترهیله یې وکړه.
د یادونې وړده چې د افغانستان حکومت د مخکیني اخترخلاف د لوی اخترپه مناسبت په مشروط ډول درې میاشتنی اوربند اعلان کړی او ویلي یې دی چې که طالبان ورته اوربند اعلان کړي هغه به رعایت کړي کنه د هغوی پرضد به پوځی عملیاتو ته دوام ورکړي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه رسمي دریځ ندی څرګند کړی.