چخانسوري: د ولسمشر اشرف غني لهخوا اعلان شوی اوربند مشروط دی
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د اوربند د ښه مدیریت لپاره په ټول افغانستان کې تدابیر نیول شوي، خو تر هغې چې طالبانو اوربند نهوي منلی، ټولو وسلهوالو ځواکونو ته ویل شوي چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي.
دی وايي:
"اوربند یو اړخیز نهدی، هر اړخېز دی. په ټول افغانستان کې به وي. که طالبان اوربند ومني نو د افغانستان د حکومت له لوري اعلان شوی اوربند نافذېږي، تر هغې وخته ټولو دفاعي او امنیتي ځواکونو ته ویل شوي چې خپلو عملیاتو دې دوام ورکړي."
ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ د وسلهوالو طالبانو پر وړاندې په مشروطه توګه د درې میاشتنۍ اوربند اعلان وکړ.
که څه هم طالبانو تراوسه په رسمي توګه د اوربند په اړه خپل دریځ نهدی په ډاګه کړی خو رویټرز خبري اژانس د دوو طالب قوماندانانو له خولې چې نومونه یې نه دي یاد شوي ویلي چې د طالبانو مشر مولوي هبت الله د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا اعلان شوی اوربند رد کړی دی.
یو طالب قوماندان د نوم د نه ښودلو په شرط رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په کوچني اختر کې اعلان شوی اوربند د امریکايي ځواکونو په ګټه تمام شو او دوی بیا نه غواړي اوربند وکړي.
البته د وسلهوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته ویلي چې دې ډلې د نن سهار راهیسې له لوی اختر په مناسبت په څو ولایتونو کې له دوی سره د بندي افغانانو له ډلې د ۵۰۰ کسانو د خوشې کولو بهیر پیل کړی دی.