د پاکستان د بهرنیو چارو نوی وزیر افغانستان ته سفر کوي
ښاغلي قریشي نن د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه له لوړې وروسته وویل، غواړي افغانستان ته د مینې او دوستی له پیغام سره سفر وکړي.
شاه محمود قریشي وویل:
"د افغانستان خلکو ته وایم چې موږ د یو بل اړتیا یوو. موږ باید د یو بل تکیه و اوسو. موږ باید د یو بل ستونزې نه یوازې دا چې درک کړو بلکې هواری یې ولټوو او موږ دا وړتیا لرو چې په دوه اړخېزه توګه خپلو کې کینو او د خپلو مسئلو حل ولټوو."
دا پهداسې حال کې ده چې په غزني د طالبانو له وروستي برید وروسته افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو وار بیا پاکستان ته ګوته ونیوه او د دې هېواد له نوي صدراعظم عمران خانه یې وغوښتل چې د هغو جنازو په اړه تحقیقات وکړي چې د افغان چارواکو په وینا په غزني کې د وژل شوېو پاکستانیو جنګیالیو دي او له جګړې وروسته پاکستان ته انتقال شوي دي.