د کونړ اوسېدونکو د ولسمشر لهخوا د نوي اوربند هرکلی او ملاتړ وکړ
دوی وايي، په تېر کوچني اختر کې د حکومت او وسلهوالو طالبانو په اوربند کې يې له ډېرو کلونو وروسته په خوښۍ د اختر شپې ورځې تېرې کړې او اوس چې د لوی اختر په رارسېدو ولسمشر غني یو ځل بیا یو طرفه مشروط اوربند اعلان کړی، کونړیانيې ملاتړ کوي او له وسلهوالو طالبانو هم د ورته اوربند اعلانولو هیله لري.
د دوی په خبره، په تېرو ۴۰ کلونو کې يې له مرګ ژوبلې، غمونو او ژړاګانو نور څه نهدي لیدلي او له ښکېلو ډلو غواړي چې نور دې جنګ ته د پای ټکی کېږدي.
که څه هم د افغان ولسمشر لهخوا نوي اعلان شوي اوربند ته تر اوسه وسلهوالو طالبانو کوم ځواب نهدی ورکړی، خو د اوربند دغه اعلان د هېواد دننه او بهر د خلکو د ملاتړ سبب شوی دی.