چارواکي: د فراه د یو شمېر سیمو په پوځي عملیاتو کې ۵۱ طالبان وژل شوي
په فراه کې د ملي اردو د ۲مې پلې لوا قوماندان ګدا محمد دوست نن یکشنبه خبریالانو ته وویل چې په دې عملیاتو کې د خاک سفېد، بکوا او بالابلوک ولسوالیو ځینې سیمې هم له وسلهوالو مخالفینو څخه پاکې شوې دي.
دی وایي:
"په دې عملیاتو کې چې د غوڅ ملاتړ مأموریت هوايي ځواک له موږ سره مرسته کوله، د مخالفینو ۵۱ وسلهوال ووژل شول او ۳۲ کسانیې اسیران شول."
وسلهوالو طالبانو تر اوسه د خپلو تلفاتو په اړه څه نهدي ویلي.
چارواکي وايي چې د وسلهوالو مخالفینو پر ضد دا عملیات نږدې یوه میاشت مخکې پیل شوي وو.