ظریف: امریکا به د ایران د اسلامي رژيم په پرځولو بریالۍ نه شي
ښاغلي ظریف دا بیان نن یکشنبه د اګست په ۱۹مه په ایران کې د امریکا په ملاتړ د کودتا د ۶۵ مې کلیزې په مناسبت پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلی دی.
د ۱۹۵۳ کال په کودتا کې د صدراعظم محمد مصدق په مشرۍ د ایران انتخابي حکومت وپرځول شو.
ظریف لیکي چې امریکا د مصدق حکومت نسکور کړ او په ایران کې یې دیکتاتوري واکمنه کړه، خو دا کار به هېڅ کله بیا ونشي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د اګست په ۱۶ مه نېټه د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران پرضد د اقدام د ډلې په نوم د یوې څانګې د جوړېدو اعلان وکړ.
پامپیو وویل چې دا څانګه به د ایران لپاره د امریکا پالېسۍ عملي کوي.